BBC
 شاته

ولسمشر غني د اسلامي همکارۍ سازمان غونډه کې ګډون کوي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني د عمرې مراسمو له ادا کولو وروسته په مکه المکرمه کې د اسلامي همکاریو سازمان په ۱۴ مه غونډه کې ګډون کوي. ولسمشر غني به دغه راز د سعودي پاچا ملک سلمان په روژه ماتې میلمستیا کې هم ګډون وکړي.