BBC
 شاته

کابل؛ له ۹ کلونو وروسته بیا حکومتي ادارو پنجشنبه کار پیل کړ

وروسته له نهو کلونو نن پنجشنبه په لومړي ځل د کابل د ملکي ادارو ماموران خپلو دندو ته ځي. د ۱۳۸۹ کال په وروستیو کې افغان حکومت وپتېیله چې د کابل ملکي ادارو کارکوونکي پر پنجشنبو رخصت او کاري ورځې یې له شپږو پنځو ته را کمې کړي.