BBC
 شاته

فرانسه کې د یهودانو د قبرونو سپکاوی شوی

د فرانسې په ختیځ کې د یهودانو په یوه هدیره کې پر شاوخوا ۸۰ قبرونو د جرمن نازیانو پوځي نښانونه رسم شوي او د قبرونو سپکاوی شوی. ځایي چارواکو پر قبرونو جوړ نښانونه د سه شنبې پر ورځ ولیدل. ولسمشر اېمانوېل مکغون سیمې ته ورغلی او له خلکو سره یې خواخوږي کړې