BBC
 شاته

د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم غړی ارمان لوڼی ووژل شو

بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي، د دې غورځنګ د مرکزي کمېټې یو غړی ارمان لوڼی نن شنبه ماښام په لورالایي سیمه کې له پولیسو سره په اخ و ډب کې وژل شوی دی. ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوې مهمې ښځینه غړې وړانګې لوڼۍ ورور و.