BBC
 شاته

د بشري حقونو څار ډلې اسدالله خالد په شکنجه او جنسي ځورونې تورن کړی

د بشري حقونو د څار ادارې غوښتنه کړې چې دافغانستان د دفاع له نوي سرپرست وزیر اسدالله خالد نه دې څېړنې وشي او بندیزونه دې ورباندي ولګول شي. دغه بنسټ ویلي، ښاغلی خالد د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په جنسي ځورونو او ربړونو تورن دی. ارګ او دفاع وزارت دواړو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو خپله ښاغلي خالد پخوا دا تورونه بې بنسټه بللي وو.