شاته
پر محسن دوړ او علي وزیر د سفر بندیز ولګېد
د پاکستان فدرالي کابینې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دوو غړو محسن دوړ او علي وزیر د سفر بندیز لګولی او د دوی نمونونه یې د ممنوع الخروج کسانو په لېست کې اچولي. بل لور ته محسن دوړ وايي، داسې ښکاري چې حکومت دغه کار د استخباراتي ادارو په غوښتنه کړی.