BBC
 شاته

د غني سفر؛ لښکرګاه کې د توغندي برید شوی

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نن ګهیځ د ولسمشر غني تر رسېدا وروسته بُست هوټل ته نژدې یو هاوان لګېدلی دی، چې د چارواکو په وینا، مرګ ژوبله نه لري. د امنیه قومندانۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته د توغندي لګېدل تایید کړي، چې په وینا یې کومه مرګ ژوبله یې نه درلوده.