BBC
 شاته

له طالبانو سره مرستې د 'سپاه قدس' افسران د امریکا بندیزونو کې راوستل

امریکا او د عرب ټلوالې هېوادونو د ایران د 'سپاه پاسداران قدس' ځواک د دوو افسرانو په ګډون پر ۹ کسانو د افغانستان له طالبانو سره د تړاو په تور بندیزونه لګولي. دا بندیزونه سعودي ته د امریکا د خزانې د وزیر له سفر سره هم مهاله لګول شوي.