BBC
 شاته

د روسۍ وسلې د پېرلو له امله امریکا پر چین بندیزونه ولګول

امریکا له روسیې د پوځي الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتل کېدونکو توغندیو د اخیستلو له امله د چین پر پوځ بندیزونه ولګول. واشنګټن وايي، د بېجینګ دا معامله د متحده ایالتونو د هغو بندیزونو سره ټکر دی چې اوکراین کې د چلن او د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د ادعايي لاسوهنې له امله یې پر روسیه لګولي دي.