شاته
اسیا جام: افغانستان بنګله دېش ته لویه ماتې ورکړه
د بنګله دېش هېڅ یو توپوهونکی و نه توانيد په دغه لوبه کې د افغان توپ اچونکو پر وړاندې میدان کې تر ډېره ودرېږي. د ۲۵۶ منډو هدف ته د رسېدو لړ کې بنګله دېش ټوله لوبډله د ۱۱۹ منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېده. راشد خان، چې په دې ورځ یې خپله شلمه کلیزه هم لمانځله، په ۳۲ توپونو ۵۷ منډې وکړې.