BBC
 شاته

غني: دښمنان غواړي جګړه قومي او مذهبي کړي

ولسمشر غني د کابل دشت برچي سیمه کې د عاشورا مراسمو ته وینا کې د دشت برچي او ننګرهار وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې د ټولو افغانانو درد او رنځ یو دی او د ده په خبره د ښمنان غواړي دې بریدونو ته مذهبي بڼه ورکړي. ولسمشر غني وویل، د کابل دې سیمې لپاره یې امنیتي طرحه جوړه او په امنیه قومنداني کې یې یوه ځانګړې مرستیالي ورته رامنځ ته کړې ده.