BBC
 شاته

د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل دنده پرېږدي

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل ته نژدې سرچینو بي بي سي پښتو ته وویل، ښاغلی مشعل به په راتلونکو څو ورځو کې له خپلې دندې لاس پر سر شي او پر ځای به پر یوه بله حکومتي دنده وګومارل شي. ویل کېږي چې د کرېکټ بورډ اوسنی مرستیال عزیز الله فضلي ښایي د ښاغلي مشعل ځایناستی وټاکل شي.