BBC
 شاته

ملګري ملتونه: د سیاسي ګوندونو کړنې افغان ټاکنو ته خنډ جوړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وایي، په افغانستان کې د یو شمېر سیاسی ګوندونو وروستي اعتراضونه او د ټاکنو د کمیسیون د دفترونو بندول د ټاکنو پروسې ته خنډ جوړوي، او ان کولی شي چې پخپله ټاکنې له ځنډ سره مخ کړي.