شاته
ترکیه، یونان او اندونیزیا کې افغان کډوالو له 'جنسي پلوه ځورول کېږي'
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر چې تازه له ترکیې کابل ته ستون شوی ویلي؛ ترکیه، یونان او اندونیزیا کې یوشمېر افغان کډوال له جنسي پلوه ځورول کېږي. حکومت دې درېیو هېوادو ته د کډوالو ستونزو هوارولو لپاره ډېر ژر د کډوالو ځانګړې آتشې استوي.