BBC
 شاته

ترافيکي پېښه کې پنځلس کسان مړه او پنځه ويشت ټپیان شول

د کندهار - هرات په لویه لاره د یوه سپرلۍ وړونکي بس د ټکر له امله پنځلس کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي. د کندهار د والي ویاند محمد عزيز عزيزي بي بي سي ته ویلي، په وژل شوو کې درې مېرمنې او درې کوچنيان او په ټپيانو کې درې مېرمنې او یو کوچنی شامل دي.