شاته
د حقاني شبکې بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني ومړ
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني د مړینې خبر ورکړی. نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سرحدونو وزیر او د رهبري شورا غړی و. ۲۰۱۵ کې د نوموړي د مړینې خبر خپور شوی و، چې وروسته دروغ وبلل شو.