BBC
 شاته

امریکا: د پومپیو او عمران خان تر منځ د ټیلیفوني خبرو په تړاو پر خپل دریځ ولاړ یو

د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان او امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تر منځ د ټیلیفوني خبرو په تړاو اوس هم پر خپلو خبرو ولاړ دي. له دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت امریکايي څرګندونې د واقعیتونو خلاف بللې او مخالفت یې ورسره کړی.