BBC
 شاته

الجزایر ازموینو کې د نقل د مخنیوي لپاره انټرنېټ بند کړ

د الجزایر حکومت د لېسې ازموینو کې د درغلیو او نقل د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې انټرنېټ بند کړ. د ازموینو له پیلېدلو یوه ګړۍ مخکې سیم او بې سیمه انټرنېټي شبکې پرې کېږي. دا کار به تر پنځو ورځو روان وي، چې ازموینې پکې دي.