BBC
 شاته

دفاع وزارت: د اوربند موده کې ښارونو ته تللي نیمايي طالبان پاتې شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هغه طالبان چې د اختر د اوربند پر مهال ښارونو، په ځانګړې توګه کابل ښار ته تللي ول نیمايي هلته پاتې شوې دي. د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش بي بي سي ته وویل دوی ښار ته د ننوتلو په دروازو کې وسله وال راجستر کړي ول او وسلې یې هم ترې اخیستې وې.