BBC
 شاته

افغانستان 'له پاکستان سره د عمل پلان' پلي کېدل غواړي

افغان چارواکو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وغوښتل چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان پاکستان عمل پلان پلی کړي. د دې پلان له مخې کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې افغانستان کې د سولې را وستلو او تاوتریخوالي کمولو کې همکاري وکړي.