BBC
 شاته

د یمن پوځي مرکز کې ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلي

عدن کې د عبد ربه منصور هادي پلوي ځواکونه Image copyright AFP
Image caption عدن کې د عبد ربه منصور هادي پلوي ځواکونه

د یمن امنیتي چارواکي وايي، د هېواد عدن ښار په یوه پوځي روزنیز مرکز کې ځانمرګي برید لږترلږه ۴۵ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. په دې مرکز کې د یمن د حکومت پلوو وسله والو اړوند حوثي ضد ځواکونه روزل کېږي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، برید د موټربم په مټ شوی او ډېری وژل شوي او ټپیان نوي ګومارل کېدونکي پوځيان دي.

په دې مرکز کې هغه حکومت پلوي ځواکونه روزل کېږي چې د حوثي یاغیانو پروړاندې جنګېږي.

عدن د یمن په شمال کې یو نسبتاً نا امنه ولایت دی.

د عدن ډېری برخه ولسمشر عبد ربه منصور هادي پلوو ځواکونو په واک کې ده.

سعودي عربستان د ښاغلي هادي ملا تړي.

ویل شوي چې حوثي یاغیان له دولت سره د سولې خبرې پیل کړي.

د خبرو لپاره د حوثیانو یو شرط د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثیانو تر واک لاندې سیمو کې

د ایتلافي ځواکونو د بمباریو درول دي.

درې ورځې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، د عربي خلیج هېوادونو او ملګرو ملتونو د سولې خبرو د دوام لپاره هوکړه کړې ده.

د یمن حکومت وايي، حوثیان د ایران له ملاتړه برخن دي.

د حوثیانو او عبد ربه منصور د پلوو ځواکونو ترمنځ د سولې خبرې څو ورځې وړاندې له درو میاشتو وروسته بې پایلې پای ته ورسېدې.

د ۲۰۱۵ کال لومړیو کې حوثیانو صنعاء ونیوه، چې د نړیوالو له خوا منل شوی ولسمشر عبد ربه منصور هادي له یمن نه ووت.

Image copyright Getty
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران له خوا یمن ته د وسلو او پوځي توکو استول نه یوازې سعودي عربستان ته لوی سرخوږی دی، بلکې امریکا ته هم لوی ګواښ ګڼل کېدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران له خوا یمن ته د وسلو او پوځي توکو استول نه یوازې سعودي عربستان ته لوی سرخوږی دی، بلکې امریکا ته هم لوی ګواښ ګڼل کېدای شي.