BBC
 شاته

که مې ويښتان لنډ کړم، ډېره وده به وکړي؟

. د انځور حقوق Getty Images

د ويښتانو تویېدنه ورځنۍ چاره ده او په عمومي توګه د اندېښنې وړ نه ده. په منځنۍ کچه د ورځې ښایي د هر کس ۵۰ تر ۱۰۰ ويښته توی شي.

خو ځینې یې اوږدمهالې او ځینې یې په لنډمهالي ډول لري. په سړیو کې په دایمي ډول د ويښتو تویېدل د اندېښنې وړ دي چې د پکېدو لامل ګرځي.

له هغه وروسته چې پر بي بي سي د وېښتانو تویېدلو د نوې درملنې په اړه خبر خپور شو، نو د بي بي سي ډېرو مخاطبینو له موږ څخه د ویښتانو د تویېدلو او پکېدلو په اړه ځینې پوښتنې وکړې چې په دې مطلب کې یې ځوابونه موندلی شئ.

د هغه درمل نوم څه دی چې د ويښتانو تویېدو مخه نیسي؟

د نوي ازمویل شوي درمل نوم چې د پکېدو درملنه کوي WAY- ۳۱۶۶۰۶ دی.

دا درمل د هډوکو د پړسوب د له منځه وړلو لپاره کارېږي، خو د برتانیا د منچستر پوهنتون څېړونکو وموندله چې د دې درمل ترکیبات پر هغه پروټین برید کوي چې د وېښتو د ودې مخه نیسي او د وېښتانو په تويېدلو کې رول لوبوي.

* له وېښته نازک او تر ټولو کوچنی واورین انسان

* هغه پېغله چې پر خپله ږیره ویاړي

څېړونکو ویلي، د دغه درمل څنګلوري یا جانبي زیانونه له هغو درملو ډېر کم دي چې د پکېدو د مخنیوي لپاره موجود دي خو د دې لپاره چې وپوهېږو ريښنا هم دا درمل څنګلوري زیانونه نه لري، نو اړتیا ده چې وازمویل شي، نو ځکه یې په فردي ډول کارونې سپارښتنه نه کېږي.

دا لاسته راوړنه هغو کسانو ته زیری دی چې د وېښتو له تویېدو ځورېږي، خو ډېر وخت ته اړتیا ده چې دا درمل له بېلابېلو ازموینو تېر شي او د وېښتو له تویېدو مخنيوی وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

د ويښتانو د تویېدو د مخنیوي او تقویت لپاره نورې کومې لارې چارې شته؟

شواهدو ښودلې چې ځینې خوراکونه کولی شي د وېښتو د تویېدلو مخه ونیسي او حتی د پکېدو مخنیوی وکړي. یوې څېړنې وښودله چې ښه خوراکي رژیم (د اومیګا ۳ ترکیب) کولی شي د ویښتو د تویېدو مخه ونیسي.

اومیګا ۳ هغه نه اشباع شوي غوړ اسید دي چې بدن کې نه جوړېږي خو بدن اړتیا ورته لري، د کبانو بېلابېل ډولونه پرېمانه اومیګا۳ لري.

* ورځ کې یو میل ګرځېدل د ماشومانو روغتیا ته ګټه رسوي

* روغتیا نړیوال سازمان پر دوما ښار برید پلټل غواړي

په بدن کې د اوسپنې کموالی هم د ویښتانو تویېدو لامل پېژندل شوی. په دې اساس د ترکاریو خوړل کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي.

همداراز څېړونکي وايي، سپورت او د خپګان کمول هم وېښتان له چټکې تويېدنې ژغوري.

روغتیا پالان ځینې داسې درمل لکه میناکسوډیل او فیناسټرایډ د خوړلو سپارښتنه هم کوي چې دا درمل څنګلوري عوارض لري او په ميندو کې جنسي هورمونونه وژني.

د انځور حقوق Getty Images

د ویښتانو کرل هم کولی شي چې ګټور ثابت شي، خو هغه کرنه چې سمه او مسلکي وشي او ښه پایله ولري چې دا تر ډېره ګرانه لوېږي.

پر دغه درملنه په برتانیا کې له ۱۴ زرو ډالرو نیولې تر ۴۰ زره ډالرو لګښت پرې راځي خو داسې کسان هم شته مصنوعي ويښتان کاروي.

د ويښتانو کوم ډول تویېدنه لنډمهالې ده؟

که دغو لاملونو څخه مو یو د ويښتانو تويېدلو لامل وي په ډېر احتمال سره چې دا به د وېښتو لنډمهالې تویېدنه وي:

- ناروغي

- ژور خپګان

- د سرطان درملنه

- د وزن کمښت

- د اوسپنې کمښت

د ویښتو دایمي له لاسه ورکول تر ډېره جنیټیکي دي.

که لاندې ټکو سره مخامخ شوئ باید ډاکتر ته ورشئ:

- د وېښتانو ناڅاپي تویېدنه

- د پکېدو نښې

- د سر خارښت او سوځېدل

- د وېښتو تویېدو ته اندېښنه

سرچینه: د برتانیا ملي روغتیايي خدمتونه

د انځور حقوق Inpho

د ويښتانو د تویېدلو په هکله څو ناسم تعبیرونه:

که مې ويښتان لنډ کړم، ډېره وده به وکړي؟

دا هم افسانه ده. وېښتان مړه فایبرونه دي، هېڅ ډول عصبي اړیکې نه لري چې لڼدول، خریل او اوږدول به یې پرې اغیز وکړي.

ایا د خولۍ په سرول د پکېدو لامل کېږي؟

د خولۍ پر سرول د پکېدو لامل نه کېږي، خو ښايي د وېښتانو د لا ډېرې تویېدنې لامل شي.

د ويښتانو تویېدل د مور له خوا ارثي وي؟

سمه نه ده. سره له دې چې پکېدل جنیټیک پورې اړه لري، خو امکان لري له پلار، مور یا هم له دواړو ارث واخلي.

ایا شوکه کېدل د ويښتانو د تویېدو لامل ګرځي؟

هو، شوکه کېدل د دې لامل ګرځي چې د انسان وېښته توی شي. کله چې شوکه کېږو د سټرس هورمونونه په بدن کې ازادېږي. دا په خپل وار سره وېښتان د ودې له پړاوه د تویېدو پړاو ته وړي او د دې لامل کېږي چې وېښتان په چټکۍ توی شي.

ایا خوراکي رژیم د ويښتانو د تویېدو لامل دی؟

هو خوراکي رژیم د وېښتانو د تویېدو لامل کېږي. د خوراکي رژیم په وخت کې کله چې بدن د لوږې احساس وکړي، بدن د ناضروري برخو څخه خوراکي مواد کاروي او وېښتان په بدن کې ناضروري شمېرل کېږي.

سخت خوراکي رژیم پر ويښتو فشار اچوي او د ويښتو د تویېدلو لامل ګرځي.

دا مطلب د بي بي سي د مخاطبانو پوښتنو ته د ځواب لپاره چمتو شوی دی.