BBC
 شاته

"تا زموږ پیسې وخوړې موږ ستا چاکلېټ خورو"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نجیب رزاق د ۷۰۰ میلیون ډالرو پیسو تور دی.

د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر کورونو کې ۲۸ میلیونه ډالر موندل شوي.

د مالیزیا پولیس وایي د پخواني لومړي وزیر نجیب رزاق په کورونو کې یې ۲۸،۶ میلیون امریکایي ډالر موندلي.

د پولیسو په وینا دا پیسې په بېلابېلو کورونو کې په بکسونو کې ځای پر ځای شوې وې.

د پولیسو لخوا چاپې وروسته له هغه پیل شوې چې په نوموړي له تاکنو وروسته د فساد تور پورې شو. په ده تور دی چې ۷۰۰ میلیون ډالر یې په بډه وهلي.

د نوموړي ګوند ویلي دغه پیسې چې پولیسو موندلې دا د ګوند د کمپاین پیسې وې، او هغه پیسې پکې شاملې وې چې خلکو د دغه ګوند د کمپاین لپاره ډالۍ کړې وې.

د انځور حقوق EPA
Image caption تېره اوونۍ هم د نوموړي په کور چاپې ووهل شوې او سلګونه ګرانبیه توکي لکه بکسونه، ګاڼې او نور ترې ونیول شول.

ګوند یې همدارنګه ویلي چې دوی به دغه نیول شوې پیسې بېرته ترلاسه کړي او په ټاکنو کې له ماتې وروسته به خپل ګوند بیا پر پښو ودروي.

تېره اوونۍ هم د نوموړي په کور چاپې ووهل شوې او سلګونه ګرانبیه توکي لکه بکسونه، ګاڼې او نور ترې ونیول شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ده له کوره نیول شوې پیسې د ۲۷ بېلابېلو اسعارو وې.

امر سنګ د سوداګریزو جرمونو د برخې پولیسو مشر وویل دغه پیسې د ښاغلي نجیب په کورونو کې نیول شویو ۳۵ بکسونو کې وې. په پاتې ۳۷ بکسونو بیا یوازې ګرانبیه ساعتونه او ګاڼې وې. نور بکسونه لا نه دي څېړل شوي.

د ښاغلي نجیب وکیل بیا د پولیسو له دغو چاپو ناخوښي څرګنده کړې وه.

د دوی ګیله دا وه چې پولیس چې د چاپو لپاره کورونه تللي وو نو خواړه او چاکلېټ یې خوړلي دي.

همدې خبرې پر انلاین یو کمپاین پیل کړ چې "تا زموږ پیسې وخوړې، موږ ستا چاکلېټ خورو".