BBC
 شاته

"کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي"

Image caption ګلاب ۲۷ دی او ګلان راټولوي.

په دره نور کې کوکنار هم سږ کال پرېمانه کرل شوي. د دې ولسوالۍ په لوړو سيمو قلعی شاهي او ستن په ډېرو کلیو کې د کوکنارو د بوټو ترڅنګ د عطري ګلابو دنګ بوټي ولاړ دي.

لکه کوکنارو د حاصل ټولولو لپاره چې به د کورنۍ غړي د ښځو او ماشومانو په ګډون په کروندو کې بوخت وو، همداسې د ګلابو لپاره هم د کورنۍ ډېری غړي په پټيو کې په کار ليدل کېږي.

د دره نور په ستن دره کې د عطري ګلابو د اته سوه کروندګرو له ډلې يو هم د ګلابو په کرونده کې بوخت ۴۵ کلن سيد محمد دی. ده چې پخوا يې دوه جريبه ځمکه کې ګلاب کرلي وو، اوس یې په څلور جريبه ځمکه کې ګلاب رسيدلي دي.

سيد محمد وايي یو کيلو ګلاب اوس تر اوياو افغانيو په کرونده کې پلوري چې پخوا دا بيه څلوېښت افغانۍ وه.

د عطري ګلابو دا بوټي د ننګرهار په سره رود، حصارک، اچين او نازيانو ولسوالۍ کې هم کرل شوي چې د ځايي مسوولينو په وينا د مېرمنو په ګډون شاوخوا پنځه زره کسان د ژوندانه اړتیاوې له همدې ګلابو پوره کوي.

Image caption ځايي مسوولينو په وينا د مېرمنو په ګډون شاوخوا پنځه زره کسان د ژوندانه اړتیاوې له همدې ګلابو پوره کوي.

۲۷ کلن ګلاب خان د دره نور په بمبوکو کلي کې په ورځ مزدورۍ ګلاب راټولوي، دی وايي دا موسم يې د ډېرې ګټې دی، ځکه سهار له مخې د ۳۰۰ افغانيو په بدل کې د دريو ساعتونو لپاره ګلاب راټولوي او د ورځې پاتي ساعتونه خپل کرونده سمبالوي.

د دې عطري ګلابو د پروسس لپاره په ننګرهار کې دوه لويې فابريکې له تېرو لسو کلونو راهيسې فعالې دي چې د ګلابو خوله یې په کور دننه او عطر یې په اروپا کې له پروسس وروسته یو ليتر شاوخوا ۱۴نیم زره یورو بيه لري او له پخوا يې بازار ښه شوی دی.

په دره نور کې د ګلابو او نورو بوټو يوې ځايي فابريکې څښتن خان اغا چې د اتو مېرمنو په ګډون ورسره پنځلس تنه په کار بوخت دي وايي، تولیدات یې په کور دننه بازار موندلی او کاروبار يې پراخ شوی دی.

Image caption د دې عطري ګلابو د پروسس لپاره په ننګرهار کې دوه لويې فابريکې له تېرو لسو کلونو راهيسې فعالې دي.

د ننګرهار د کرنې رياست وایي، د ګلابو کر د بزګرانو ژوند ښه کړی او سږ کال ۵۰۰ جريبه ځمکه کې د ګلابو باغونه ډېر شوي. دوی وايي راتلونکی کال پام کې لري چې د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم چې په لوړو سيمو کې موقيعت لري او د ګلابو کر ته مناسبې وي د عطري ګلابو بوټي او بزګرانو ته د ګلابو باغونه جوړ کړي.

د دې کروندو له هر جريب پنځلس سوه کیلو ګرامه تازه ګلاب ترلاسه کېږي چې شاوخوا سل زره افغانيو عايد یې کروندګر ته رسي.

د ګلابو کروندې په ننګرهار کې نوې نه دي، له ۲۰۰۶ کال راهيسې د دې ولايت په شينوارو ولسوالیو کې هلته چې د هيروينو فابريکې او د کوکنارو کروندې ډېرې وې د ګلابو ازماېښت وشو، خو کروندګر ډاډه نه وو چې دا کروندې به يې د روزۍ ښه وسيله شې که نه، خو اوس داسې ښکاري چې د دره نور په ګډون نورو سيمو ته د دې ګلابو د کر پراخېدو دا هيلې ټوکولي چې نور نو په ننګرهار کې د ګلابو ازماېښت بريالی شوی او خلک يې په دودولو ډاډمن شوي دي.

Image caption سيد محمد وايي یو کيلو ګلاب اوس تر اوياو افغانيو په کرونده کې پلوري چې پخوا دا بيه څلوېښت افغانۍ وه.