هوايي نندارتون چې پخوانۍ الوتکې پکې ځان ښيي
د فرانسې په لافیرټي ایلیز ښار کې هر کال په خپل ډول کې بې جوړې او په زړه پورې هوايي ننداره جوړېږي.
په دې ننداره کې نه یواځې پخوانۍ الوتکې بلکې نوې سوداګریزې الوتکې هم لیدل کېږي.
دا هوايي ننداره د روان کال د مۍ له ۱۸ تر ۲۰ روانه وه.
د دې نندارتون ځانګړنه دا وه چې فرانسې دا نندارتون په کوم ځای کې جوړ کړی هلته یو تاریخي موزیم هم دی.
په دې موزیم کې په لومړۍ نړیواله جګړه کې له کارېدلو الوتکو نیولې تر نننیو الوتکو ننداره شوې.
د دې کلني نندارتون ځانګړنه دا وه چې د امریکا او اروپا پخوانۍ الوتکې هم پکې وې.
د دې الوتکو ځانګړنه دا وه چې الوت وکړي او خپله وړتیا وښيي.
له دې پته لګېږي چې د دې زړو الوتکو څومره ښه ساتنه شوې ده.
د دې هوايي نندارې یوه موخه له پیل تر اوسه د فرانسې د هوايي چلن د صنعت د سفر انځورګري ده.
دا هوايي نندارتون له ۴۸ کلونو راهیسې روان دی.
د نندارتون سیمه کروندې یا وښیانې ته ورته ده.
درې زره فوټه ځغل لار یې سیمټي نه بلکې د وښو ده او په خپل ډول کې ځانګړې ده.
د جرمني فوکر الوتکو په هکله ویل کېږي چې له ۱۹۲۰ تر ۱۹۳۰ کلونو یې هوايي چلن کې راج درلود.
ور سره د فرانسې مورا سیلینر الوتکې هم لیدل کېږي.
د لافیرټي هوايي نندارتون موخه د هوايي چلن د تاریخ ژوندي ساتل دي.