BBC
 شاته

داعش د ۵ ماشومانو په لاس د بندیانو د وژلو وېډیو خپره کړې

'اسلامي دولت' نومې ډلې یوه وېډیو خپره کړې، چې پنځه ماشومان پکې ځینې بندیان وژني. له وېډیو ښکاري چې پنځه واړه ماشومان د کردي ځواکونو پنځه غړي په ډزو وژني.

رپوټونه وايي، ظاهراً داسې ښکاري چې دغه ماشوم بریتانیایی دی.

د ماشومانو عمرونه د ۱۰ او۱۳ کلونو ترمنځ ښکاري، یوه ماشوم چې نوم یې ابو عبدالله البریطاني ښودل شوی، سپینې جامې اغوستې دي.

تر اوسه د بریتانیایي هویت نه دی تایید شوی او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یې هم په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ماشوم بشپړې پوځي جامې اغوستې او بندیان یې په ګونډو کښېنولي چې نارنجي جامې یې اغوستې دي.

یو ماشوم چې د ابو التونسي په نامه یاد شوی، کردي ځواکونو ته په وینا کې په عربي ژبه د لا نور تاوتریخوالي خبرې کوي او وايي چې د دوی پروړاندې به عملیات پیل کړي.

نور ماشومان د ابو اسحق المصري، ابو فؤاد الکردي او یوسف الازبک په نامه یاد شوي.

'اسلامي دولت' (داعش) ډلې پخپلو تبلیغاتي وېډیوګانو کې له ماشومانو هم ګټه اخیستې ده او وايي چې دغه ماشومان د راتلونکي نسل د جنګیالیو په توګه روزي.