BBC
 شاته

امریکا او فرانسه له ایران سره نوی اټومي تړون غواړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption مکرون وايي د اټومي تړون په هکله یې له ټرمپ سره اختلاف له چا پټ نه دی.

سپينه ماڼۍ کې له فرانسوي سیال ایمونویل مکرون سره تر خبرو وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ د ايران د اټومي پروگرام په تړاو د تړون د نوې کېدا او پکې د پراخو بدلونونو د شونتيا خبره وکړه.

اېمونوېل مکرون هم وويل له ایران سره د نوي تړون لپاره له امریکا سره همکارۍ ته چمتو دي.

د هغه په خبره، په دغه نوي تړون کې پر اټومي فعالیت سربېره به د ايران د بالستيک توغنديو او منځني ختيځ کې د نفوظ مخنيوى په پام کې نيول کېږي.

"اړتيا ده چې نوي تړون کې موږ څلور مسلې په پام کې ونيسو. لومړى تر ٢٠٢٥ م کاله پورې بايد د هر راز اټومي فعاليت مخنيوى وشي. دويم دا ډاډ بايد تر لاسه شي چې په اوږده مهال کې ايران هېڅ راز اټومي فعاليت ونه کړي. دريم بنسټيزه مسله دا ده چې د ايران له لوري د بالستيک توغنديو جوړول ودرول شي او څلورم بايد يوه سياسي حل ته داسې شرايط برابر شي چې په سيمه، يمن، سوريه، عراق او لبنان کې د ايران نفوذ محدود شي."

ښاغلي مکرون وویل، په دغو خبرو کې باید د امریکا پر اروپايي ملګرو سربېره، سیمه ییز هېوادونه، روسیه او ترکیه هم ښکېل وي.

ایران ته د ټرمپ نوی خبرداری

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا او فرانسه وايي په نوي تړون باید د ایران بالستیک توغندي او سیمه کې د نفوذ مخنیوی هم شامل وي.

ډونلډ ټرمپ چې د دې تړون مخالف دی بیا یې وویل، له ایران سره باید داسې تړون شوی وی، چې د یمن، سوریې او منځني ختیځ نورو برخو ته هم پام پکې شوی وی.

هغه ایران ته خبرداری ور کړ چې د داعش پرضد د امریکا او ملګرو له هڅو ګټه وانخلي او په سوریه او مدیترانې سمندرګي کې د پراختیا هڅه ونه کړي.

د نوي تړون لپاره له ظاهري هوکړې سره سره ولسمشر ټرمپ ايراني چارواکو ته گواښوونکې خبرې درلودې.

"و به گورو چې زه به هغه څه وکړم چې ځينې يې تمه لري، يا ايا د پاخه بنسټ يوى نوى تړون شونى دى او که نه؟ اوسنى تړون پر خوسا بنسټ ولاړ دى، بده معامله ده. ناوړه جوړښت، ماتېږي او له سره بايد شوى نه واى. خو دا هم وايم که ايران هر ډول گواښ وکړي نو داسې يوه بيه به پرې کړي چې ډېرو کمو هېوادونو تراوسه پرې کړې."

برج جووړونکی ولسمشر

ر د انځور حقوق dolat.ir
Image caption د ایران ولسمشر وايي، ټرمپ برج جوړوونکی دی، په سیاست نه پوهېږي.

ايران هم امريکايي ولسمشر ته د سختو پايلو گواښنه وکړه.

ولسمشر حسن روحاني په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل که امريکا له تړونه ووځي نو پايلې به يې ورته ډېرې بدې وي.

"موږ خپلې ژمنې پرځاى کړي او ورباندې لا ټينگ ولاړ يو. خو که څوک غواړي چې زموږ ملت او يا زموږ هوکړه رد کړي هغوى بايد پوه شي چې نيغ په نيغه به يې له پايلو سره مخ شي."

ښاغلي روحاني دا ونه ويل چې حکومت به يې څه راز گام پورته کوي خو گوتڅندنه يې وکړه چې هېواد يې هر راز سناريو لپاره پلان لري.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د ایران په تبرېز ولایت کې یوې غونډې ته وینا کې ټرمپ داسې "سوداګر، ودانۍ او برج جوړوونکی" وباله، چې په "سیاسیت او حقونو" نه پوهېږي، خو د اټومي تړون په هکله وايي "بد تړون" لاسلیک شوی دی.

هغه وویل، د کوم اروپايي مشر سره د اوه اړخیز تړون په هکله پرېکړه کوي، خو دا اجازه چا ور کړې.

د مېرکل هڅې

د انځور حقوق AFP
Image caption د جرمني لومړۍ وزیره راتلونکې جمعه امریکا ته ځي او هڅه کوي ټرمپ له ایران سره له اټومي تړون ونه وځي.

ټاکلې د جرمنۍ لومړۍ وزيره انگلا مېرکل هم د راتلونکې جمعې په ورځ امريکا ته ورشي او ولسمشر ټرمپ ته د قناعت ورکولو هڅه وکړي چې له ايران سره له شوي اټومي تړونه و نه وځي.

ولسمشر ټرمپ خپلو اروپايي متحدينو ته د مې تر ١٢ نېټې وخت ورکړى چې پر ايران د شرايطو سختولو په اړه خپل دريځونه مالوم کړي.

هغه ویلي که داسې ونه شي، دى به کانگرس ته د دې پخلى و نه کړي چې ايران د تړون شرايطو ته غاړه اېښې.

په دغه حالت کې کانگرس کولى شي پر ايران لگېدلي بنديزونه بېرته پرځاى کړي چې ورسره دغه تړون په بالقوه توگه له منځه ځي.