BBC
 شاته

منظور پشتین: زه، پلار، وروڼه او ملګري مې هم ترهګر بلل شوي وو

د منظور پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور ښار غونډه کې له عدالت پرته وژل شویو او ورکو کسانو لپاره د حقیقت او پخلاینې کمېسون د جوړېدو غوښتنه وکړه.

هغه دا هم وویل، چې کراچۍ کې به هم ورته غونډه جوړوي.

د لاهور موچي دروازې سره نږدې موچي باغ کې نوموړي خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کې وویل، موږ له عدالت پرته د وژل شویو، ورکو کسانو او نورو مسلو د اواري لپاره د حقیقت او پخلاینې کمېسون د جوړېدو غوښتنه کوو.

د پوځي ښوونځي د وژلو شویو وارثان دې هم له دې کمېسون انصاف وغواړي.

د ۲۰۱۵ کال وروستیو کې د پېښور پوځي ښوونځي باندې ډله ییز برید کې له سلو ډېر زدکوونکي ووژل شول.

دریځ ته د راتلو پر مهال د منظور پښتون تود هرکلی وشو.

هغه په وینا کې وویل، چې کراچۍ کې له عدالت پرته د وژل شوي نقیب الله مسید لپاره یې د انصاف او له پولیسو د راو انوار د نیولو غوښتنه وکړه.

ټول پاکستان زموږ غوښتنې ولیدلې، خو دا یې هم ولیدل چې نتیجه یې څه ده.

نوموړې له محکمې پرته وژنو په تړاو خبرو کې وویل، د پاکستان قانون وايي، چې څوک تېروتنه وکړي، محکمې ته یې کش کړئ، خو په زرګونو پښتانه له عدالت پرته وژل شوي دي.

د ورکو کسانو په تړاو نوموړي خبرو کې وویل، چې خلک په مختلفو لارو وژل شوي، د کلیو نوم او تاریخ درته وايي، تاسو لاړ شئ، موږ چلباز خلک نه یو، چې بې ځایه تور لګوو، موږ ریښتوني خلک یو او تل ریښتیا وایو.

د خپل غورځنګ او ځان په هکله یې نیوکو ته ځواب کې وویل، چې دی او پلار او وروڼه او ملګري یې هم ترهګر بلل شوي وو.

نومووړي د پاکستان په رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی سره توپیري چلند کوي.

موږ د پاکستانۍ رسنۍ درناوی کو، خو تاسو منافقت کوئ، زموږ د مخالفانو ټکی ټکی خبرې را اخلئ، خو زموږ دریځ او ریښتونولي نه وینئ

منظور پشتین وویل، د مۍ پر ۱۲ کراچۍ کې غونډه کوي.

موږ کراچۍ کې هغه ورځ غونډه کوو چې په هغه ورځ مشرف خلک وژلي وو.

د بي بي سي خبریال اظهارالله وايي، د انساني حقونو کمېسون یوې غړې حنا جیلاني خپله وینا کې وویل، چې ټول ورک کسان دې ښکار شي.

د ورکو کسانو د خوشي کولو په برخه کې یوې فعالې تهمینه جنجوعه هم خپل وینا کې وویل، چې د ورکو کسانو ملاتړ کې له دې غورځنګ سره شریکه ده.

هغې زیاته کړه چې له ځو کلونو راهیسې د خپل مېړه د موندلو هڅې کوي، خو تراوسه یې څه ترلاسه نه کړل.

Image caption په دې ناسته کې مدني فعالانو هم ګډون درلود.

اظهارالله وايي، په دې غونډه کې د ښځو په ګډون د مدني ټولنې ډېرو کسانو ګډون درلود.

له غونډې مخکې پښتون ژغورنې غورځنګ وویل، چې د لاهور ناستې ځای یې له ګنده اوبو ډک شوی دی.

سره له دې چې د شنبې په ورځ د دوی ځینې مشران ونیول شول، خو له خوشي کېدو وروسته یې وویل، چې په هره بیه وي د لاهور ناسته به کوي.

د دې ناستې د امنیت لپاره ۶۰۰ پولیس ګومارل شوي وو.