BBC
 شاته

"چین د افغان پوځ د یوې غرنۍ لېوا د تمویل ژمنه وکړه"

د انځور حقوق ONC

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د چین حکومت ژمنه کړې چې بدخشان ولایت کې د افغان ملي اردو یوې غرنۍ لېوا ته پوځي تجهیزات برابر کړي.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي د چین د پوځ لوی درستیز لي زوچیک د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې تیاری ښودلی چې د افغان ملي اردو یوه لېوا سمبال کړي.

ښاغلي اتمر په غرنیو سیمو کې د "ترهګریزو" چارو د مخنیوي لپاره د سرحدي لېواد جوړېدل مهم بللي او له چینايي چارواکو یې غوښتي چې دا لېوا سمبال کړي او ملاتړ یې وکړي.

* چین پاکستان کې ۹ صنعتي پارکونه جوړوي

* د افغانستان او چین تر منځ د ریل پر مټ سوداګري پیل شوه

نوموړي دا هم ویلي چې د افغان پوځ په چوکاټ کې دا غرنۍ لېواد په سرحدي او غرنیو سیمو کې د "ترهګرو" چارې کمولی شي.

د چین د پوځ لوی درستیز د افغان- چین امنیتي او پوځي همکاري او په سیمه کې د سولې لپاره د ملي اجماع ځواکمنول مهم بللي دي.

نوموړي په دې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان، پاکستان او چین ناسته

د انځور حقوق Getty Images

حنیف اتمر په دغه سفر کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره هم لیدلي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، نوموړي په دغه لیدنه کې له "ترهګرۍ" سره په مبارزه او سیمه ییز ټیکاو او سوله کې د شانګهای تړون د غړو هېوادونو د رول پر پراختیا ټینګار وکړ.

هغه د افغان هوايي ځواکونو لپاره د پوځي وسایلو په برابرولو کې هم د دې تړون رول مهم وباله.

په دې ناسته کې دواړه لوري د افغانستان، پاکستان او چین پر درې اړخیزو خبرو هم غږېدلي دي او هوکړه یې کړې چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په نږدې راتلونکي کې سره وویني.

پر پاکستان فشار اچول

ر د انځور حقوق ONC

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر وياند قادرشاه د بي بي سي خبریال عبدالله الهام ته وویل، ښاغلي اتمر په یو شمېر هغو مشخصو مواردو هم د چيني چارواکو د ملاتړ غوښتنه کړې چې افغانستان غواړي پاکستان يې ورسره ومني.

د هغه په وينا د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان په نوم نویو پیل شویو هڅو کې پرمختګ ډېر پڅ دی.

دی وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډوو پلاوو له دريو غونډو وروسته لا هم داسې موارد شته چې پاکستان يې له منلو سر غړوي او افغان لوری هيله من دی چې چين به پر پاکستان له خپل نفوذه پر استفادې دغه هېواد وهڅوي:

"زموږ هیله دا ده چین پاکستان دې ته قانع کړي او وهڅوي چې افغان سوله کې ریښتونې هڅې وکړي او ملاتړ یې وکړي".

* افغانستان د چین له 'اقتصادي کمربند' سره یوځای کېږي

* چین: د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري

د افغانستان بدخشان له چین سره پوله لري، له ۲۰۱۳ کال مخکې یو امن ولایت بلل کېده، خو دلته د طالبانو نفوذ او خپلو لیکو ته د کسانو جذبولو په ناامن ولایت بدل کړ.

د چین چارواکي د لږکیو اویغوري مسلمانانو ډله(ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ) د دغه هېواد په سینکیانګ ولایت کې د تاوتریخوالي مسوول بولي.

ویل کېږي د دې ډلې ځینې کسان په بدخشان کې دي او څو ورځې مخکې افغان چارواکو وویل چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ دویم شمېره کس مصطفا نومی او د دې ډلې یو بل غړی یې په عملیاتو کې وژلي دي.

د پانګونې د دوو لویو پروژو ستونزه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مس عینک کان کې د چین پانګونه هم له ننګونو سره مخ ده.

چین په افغانستان کې د مس او تېلو د اېستلو برخه کې تر ټولو لوی بهرنی پانګوال دی.

پر ۲۰۰۸ کال د افغانستان او یوه چینايي شرکت ترمنځ د مس عینک کان د اېستلو تړون وشو.

پر ۲۰۱۵ کال د افغانستان کانونو وزارت وویل، د مسک عینک کان تړون بیا کتنه باید وشي.

افغان چارواکو ویل، چې د تړون متن کې ګونګ او بې مسلکه شرایط ځای شوي دي.

د چین بله پانګونه د چین تېلو ملي شرکت له خوا د امو سیند د تېلو زېرمې اېستل دي.

تېر کال هم افغان چارواکو د دې پروژې د ځنډولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د دې دوو پروژو په مخ کې د رامنځ ته شویو ستونزو د اوارولو ډاډ ور کړی دی.

هغه ویلي د دې ستونزو د اواري لپاره باید دواړه لوري ډېرې خبرې وکړي او له بېجینګ یې هم غوښتي چې یو مسلکي پلاوی افغانستان ته واستوي، چې د دې ستونزو د لرې کولو لپاره له اړوند ادارو سره ګډ کار وکړي.