BBC
 شاته

هندي پښتانه

څه د پاسه اويا کاله مخکې د هند ازادۍ او بيا د ديني توپير له مخې يې د کرښو کاږلو، او وېش د ګڼو پرګنو لپاره وير او له خپل ټاټوبي د کډې کړاو جوړ کړ.

ګڼ شمېر مسلمانان له هنده، پاکستان او ننني بنګله دېش ته لاړل، په داسې حال کې چې ډېر هندوان بيا له هغو سيمو چې اوس پاکستان او بنګله دېش کې دي، هند ته کډه شول.

د دغو هندوانو ترمنځ هغه پښتانه هم دي، چې له جنوبي پښتونخوا د هند بېلابېلو برخو ته تللي. د هغې زمانې نسل چې عمرونه يې اويا اتياوو ته رسېدلي، اوس پښتو ژبه هېره او پښتني دودونه هم نژدې بدل شوي دي. دې راپور کې یې کيسه ده.