داعش: کوټه کې اوسنی او تېر دوه بریدونه موږ کړي
اسلامي دولت یا داعش وايي، د دوشنبې په شپه یې د بلوچستان مرکز کوټه کې برید دوی کړی دی.
په دغه برید کې دوه عیسویان ووژل او اووه نور ټپیان شول.
چارواکي وايي، بریدګرو له عبادتځي د وتلو پر مهال پر دغو کسانو برید وکړ.
د بي بي سي څار وايي، اسلامي دولت په ټلیګرام کې بیان سره ویلي چې په کوټه کې د شویو دوو بریدونو او اوسنۍ حملې مسوولیت مني.
* کوټه: د ترهګرۍ قرباني شوې مېرمنې
* "کوټه هزاره قبیلې ته په زندان بدله شوې"
افغانستان او پاکستان کې د خراسان په نوم د داعش ډلې ویلي چې د خلافت سرتېرو کوټه کې د عیسویانو عبادتځی په نښه کړ.
په سیمه کې چارواکي وايي، په ټپټپي(موټر سایکل) سپرو وسلوالو دا برید کړی دی.
له پېښې وروسته د عیسوي ټولنې اړوند خلک وپارېدل او د ټیرونو په سوځولو سره یې بروري سړک بند کړ.
کوټه کې روانه میاشت پر عیسویانو دریم ځل برید کېږي.
له دې مخکې د کوټې پر شاه زمان سړک هم پر عیسویانو برید شوی و، چې پکې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی و.
دا کسان د لاهور وو، خو ایسټر اختر کې د خپلوانو لیدلو لپاره کوټې ته تللي وو.
له تېر ډیسمبر راهیسې کوټه کې د ځانمرګي برید په ګډون په څو بریدونو کې ۱۵ عیسویان وژل شوي دي.