BBC
 شاته

له ځمکې سره نژدې نوې کره موندل شوې

Image copyright ESOM.Kornmesser
Image caption "پروکسيما بي" له ځمکې په۴۰ ټرېليون کیلومتره واټن پرته ده

ساينسپوهان وايي، دوی ځمکې ته ورته يوه داسې کره موندلې چې له ځمکې سره نژدې پرته ده.

تر دې وړاندې هم شمسي نظام کې زياتې کرې موندل شوې دي خو دغه يوه له ځمکې سره ډېره نژدې ده.

کله چې ساينسپوهانو له ځمکې سره نژدې ستورو "پروکسيما سينټوري" څېړله نو دوی هلته د ځمکې په څېر يوه کره وليده چې د خپل لمر پروکسيما سينټوري شاوخوا ګرځېده.

دغه غرلرونکې کره "پروکسيما بي" ونومول شوه، دا په يوه داسې ليکه ګرځي چې پر خپله سطحه کېدای شي اوبه ولري.

"پروکسيما بي" له ځمکې په۴۰ ټرېليون کیلومتره واټن کې پرته ده چې د اوسنۍ ټکنالوژۍ پر مټ هلته تګ به زرګونه کاله وخت ونيسي.

د ساينس مجلې "نېچر" خپاره شوی رپورټ د "پېل سره ټکي" ډلې مشر ګوليم اينګلاډا سکوډ ويلي "هلته تګ په رښتيا چې يوه لرې خبره ده خو خلک په دې اړه فکر کوي چې کېدای شي يوه ورځ هلته لاړ شي".

لا تراوسه په بشپړه توګه نه ده روښانه چې دغه نوې موندل شوې کره تر کومې کچې د اوسېدو وړ ده.

د لندن د کوين مېري پوهنتون يوه څېړونکي او ډلې ويلي چې په دې اړه ډېر کار، وخت او څېړنې ته اړتيا ده.

تراوسه له ترلاسه شويو معلوماتو داسې ښکاري چې دا له نړۍ ۳،۱ځله لويه ده او له خپل لمر څخه په ۷،۵ ميليونه کيلومتره واټن ګرځي او يو ځل له خپل لمر څخه تاوېدل يې ۱۱،۲ ورځې وخت اخلي.

د ځمکې او لمر تر منځ د واټن پرتله پروکسيما بي، له خپل لمر څخه يوازې پنځه سلنه لېرې پرته ده، خو دغه لمر زموږ له لمره ۱۰۰۰ ځله لږ روښنايي لري.