چین پاکستان کې ۹ صنعتي پارکونه جوړوي
چین پاکستان کې د اقتصادي دهلیز له مخې نهه صنعتي پارکونه جوړوي. په دوی کې به درې پارکونه په روان کال کې بشپړ شي.
په چین کې د پاکستان سفیر مسعود خالد وايي، چین صنعتي پارکونو جوړولو کې کامیابه تجربه لري او په دغه هېواد کې هم د نهو پارکونو د جوړولو اراده لري.
ښاغلی خالد زیاتوي، په دغو پارکونو کې د چینايي او پاکستانیو پانګوال په بوختېدو سره ډېرو خلکو ته کار روزګار هم برابرېږي
* خټک: د اقتصادي دهلېز نوې نقشه پښتونخوا بې برخې کوي
* کابل ۵ سترو پروژو کې د چین او پاکستان همکاري غواړي
* "چین په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان ور ګډول د چا په زیان نه بولي"
د هغه په خبره، د یوې شمېرې له مخې د چین - پاکستان د اقتصادي لارې د پروژې له مخې په پاکستان کې شپېته زره خلک په کار لګېدلي دي.
نوموړی په دې باور دی چې خلکو ته پر روزګار پید اکېدلو سربېره، د دې اقتصادي لارې له مخې د سړکونو او نورو اسانتیاوو د جوړېدلو سره اقتصادي بوختیاوې پیدا کېږي:
"په دې وجه د هر پاکستاني وګړي عاید زیاتېږي او خلکو کې د پېر قوت زیاتېږي."
پر ۲۲ پروژو کار
هغه دا هم وویل، چې د پاکستان او چین د اقتصادي دهلېز د پلان له مخې پاکستان کې پر ۲۲ وړو او لویو پروژو کار روان دی او د بشپړېد مختلفو پړاوونو کې دي.
مسعود خالد وویل، پر اقتصادي او سیاسي اړیکو سربېره د اسلام اباد او بېجینګ ترمنځ ټولنیز اړیکي هم پیاوړي کېږي.
هغه زیاتوي چې د امهال نږدې ۲۲ زره پاکستاني زدکوونکو په چین پر ساینس او ټیکنالوجۍ سربېره په مختلفو برخو کې زدکړې کوي.