BBC
 شاته

غاښونه ولې خرابېږي؟

که د ګرم چای البته هغه چای چې د میوو خوند لري او یا هم د خواړو د معین وخت تر منځ د خوږو او نورو سپکو توکو د خوړلو مینه وال یاستې نو باید ډېر پام وکړئ ځکه د یوه بریتانیاوي ساینسپوه په وينا همدغه مينه مو د غاښونو د توږلو او خرابولو چانس ډېروي.

دې همدارنګه وايي چې یوازې د خوراکي توکو خوراک نه بلکې دا چې کله یې خورئ د غاښونو په روغتیا اغېز کولی شي.