BBC
 شاته

هندۍ نجلۍ چې په لسګونو ژبو سندرې وايي

شوتیچا د انځور حقوق elmolid
Image caption دا وايي ان په ۸۵ ژبو د شپږو ساعتونو او ۱۵ دقیقو لپاره پرله پسې سندرې ویلی شي.

په هند کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ د شپږو پرله پسې ساعتونو لپاره په ۸۵ ژبو سندرې وايي.

ډېری هنرمندان، که ممثلین وي یا سندرغاړي، یوازې یوه ډګر کې وتلي وي او وړتیا یې په ماشومتوب کې پیلېږي.

شوتیچا یوه هندۍ نجلۍ ده چې په دبۍ کې اوسېږي، هغه له سندرو سره ډېره مینه لري او غواړي د نورو سندرغاړو ریکارډ مات کړي.

دا نه یوازې پخپله مورنۍ ژبه سندرې وايي، بلکې د نورو ژبو زدکولو ته یې مخه کړې ده.

دا وايي ان په ۸۵ ژبو د شپږو ساعتونو او ۱۵ دقیقو لپاره پرله پسې سندرې ویلی شي.

هغې په لومړي ځل یوه بهرنۍ سندره په جاپانۍ ژبه وویله. کله چې د هغې د پلار یوه ملګرې له جاپانه ستنه شوه، شوتیچا ته یې جاپانۍ سندره وویله، ددې ډېره خوښه شوه او سم لاسي یې یاده شوه.

دا چې شوتیچا په یوه بډایه کورنۍ کې اوسېږي، په څلور کلنۍ کې یې Crantic موسیقي زدکړه، په اته کلنۍ کې یې په مسلکي ډول د Hundustani سندرې ویل زدکړل.

هغې د ۲۰۱۶ کال وروستیو کې نورې ژبې زدکړې، په عربي او فلیپیني ژبو یې سندرې وویلې او هره اونۍ به یې د بېلې ژبې سندرې زدکولې.

دا وايي، د هر ډول ګرانې بهرنۍ سندرې زدکولو ته ایله نیم ساعت وخت ته اړتیا لري، خو که سندره ډېره ګرانه او تلفظ کول یې ډېر سخت وي، نو په دوو ساعتونو کې یې زدکولی شي.

هغې د فرانسوي او جرمني ژبو په سندرو ویلو سره په ۸۵ ژبو د سندرې ویلو ریکارډ مات کړ.

دا غواړي د نړیوالو ریکارډونو کتاب "ګینس" کې د سندرغاړي کیسرجي سرنیواس هغه ریکارډ مات کړي، چې د نړۍ په ۷۵ ژبو سندرې وايي.