BBC
 شاته

د امریکا استازې: که اړتیا وي سوریه کې لاس په کار کېږو

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګري ملتونه وايي باید له زرو ډېر ناروغان او ټپیان د جګړې له سیمې و اېستل شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې وايي، په سوریه کې له "نا انساني چلن د پیدا شوي کړاو" او کیمیاوي بریدونو د مخنیوي لپاره که اړتیا شي لاس په کار کېږي.

له دې یوه ورځ مخکې د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس سوریې ته په ختیځه غوطه کې د زهرجن ګاز د کارولو له امله خبرداری ور کړ.

نېکي هیلي په امنیت شورا کې د دوشنبې په ورځ وویل، سوریه کې دوه اونۍ وړاندې اوربند بې پایلې دی:

"دا اوربند نه دی دا له سیاسي مخالفانو سره د اسد رژیم، ایران او روسیې د جګړې دوام دی".

هغې امنیت شورا کې د پلازمېنې دمشق څېرمه سیمو کې د ۳۰ ورځو اوربند نوی پرېکړه لیک وړاندې کړ.

* سوریه: ختيځه غوطه کې بوږنوونکی حال

* اسراییل سوریه کې "۳۰" کلونو کې تر ټولو لوی برید وکړ

* د سوریې پر غوطه ۵ ورځې پرلپسې بمباریو ۴۰۰ کسان وژلي

نوموړې تېر اپرېل په سوریه کې له کیمیاوي برید وروسته د امریکا له الوتک وړونکو بېړیو د سوریې پر یوه پوځي اډه د توغندیو برید ته په اشاره وویل:

"موږ ټولو هغو هېوادوننو په تېره له قانون تښتېدونکي اسد رژیم ته- چې د کیمیاويي وسلو او نا انساني چلن په کولو سره د خپلې ادارې پليتوب غواړي- خبرداری ور کوو چې متحده ایالتونه د اړتیا پر مهال د عمل ډګر ته دانګي".

مېرمن هیلي دا هم وویل، چې د پخواني پرېکړه لیک د تصویب په لومړیو څلورو ورځو کې روسیې لږ تر لږه پر غوطه ۲۰ هوايي بریدونه کړي دي.

په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر په ختیځه غوطه کې بریدونه د ترهګرۍ ضد عملیات وبلل او دفاع یې ترې وکړه.

واسیلي نبنزیا زیاته کړه، چې د سوریې حکومت خپلو وګړو ته د ور پېښ ګواښ د لرې کولو بشپړ حق لري:

"د دمشق څېرمه سیمې باید د ترهګرو مرکز نه وي".

د بشار اسد د حکومت بل ملاتړي ایران هم ورته دلیل ووایه.

د انځور حقوق AFP
Image caption حکومتي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په دغه سیمه کې چټک پرمختګ کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش امنیت شورا کې وویل، چې د فرورۍ پر ۲۴ د پرېکړه لیک له تصویب وروسته سوریه کې هوايي بریدونه او ځمکني عملیات لا هم سخت شوي دي.

د فرانسې استازي له روسیې وغوښتل چې سوریه کې هوايي بریدونه ودروي او د بشار اسد پر حکومت فشار واچوي چې دا عملیات وځنډوي:

د فرانسوا دلاتره په خبره:"روسیه دا وینې بندولی شي".

مرستندویان او فعالان وايي، چې د سوریې حکومت د دغه هېواد پلازمېنې ته څېرمه کلورین ګاز کارولی، خو حکومت دا دعوه ردوي.

مګر د امریکا دفاع وزیر وايي داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې په غوطه کې زهرجن ګاز کارول شوی دی.

د وسلې په توګه ګاز کارول ډېره ناپوهي ده. فکر کووم ښاغلي ټرمپ په هماغو لومړیو کې دا موضوع ښه روښانه کړې ده.

تېر اپرېل د خپل د سوریې په خان شیخون ښار د حکومتي ځواکونو له سارین ګاز برید وروسته- چې اتیا کسان پکې ووژل شول- د امریکا حکومت د دغه هېواد شعیرات هوايي ډګر په توغندیو وویشت.

ملګرو ملتونو هم تېر اکتوبر ومنله چې د سوریې حکومت هغه برید کړی و.