شاته

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې جګړه سخته شوې

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومت تر منځ جګړه بیا سخته شوې، بیګا ټوله شپه جګړې دوام کړی او یو بل ته پکې د درنې مرګ ژوبلې دعوې کېږي.

د حصارک ولسوال عبد الخالق امریکا غږ ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې تر دوه زره طالب وسله والو برخه لرله،خو حکومتي سرتېرو هم ناراستي نه ده کړې.

هغه وايي په دغه ترخه جګړه کې تر "پنځوسو ډېر طالب وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي" خالق زیاتوي چېلس حکومتي پوستې لا د طالبانو سره دي.

" پنځه پوستې یې مخکې نیولې وې او پنځه اوس مخالفینو نیولي دي. اوس حالات بیخي خراب دي جګړه د ولسوالۍ د ودانۍ په شاوخوا کې ده او که تازه قوه راونه رسېږي نو ولسوالۍ سقوط کوي"

هغه وايي که حکومت ژر تر ژره نوره قوه سیمې ته ونه لېږي او بمبارۍ هم دغسې سستې وي نو د حصارک ګټل ګرنېږي.

ولسوال عبد الخالق زیاتوي چې پر ولسوالیو او اکثرو کلیو یې له تېرو دریو میاشتو راهیسې طالبانو لارې تړلي او ولس له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی.

خو وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلي برېښنالیک کې ویلي چې د حصارک ولسوالۍ پاتې سیمې هم طالبانو نیولي ولسوالۍ له دوی سره ده .

هغه لیکلي چې په دغه جګړه کې یې اته حکومتي سرتیري وژلي، دیارلس یې زخمیان کړي او درې طالبان هم په جګړه کې وژل شوي دي.

خو حکومتي چارواکو په دغه جګړه کې د دوو حکومتي ځواکونو ټپي کېدل منلي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری هم د حصارک حالاتو اندېښمن کړی خو وايي په سیمه کې دې د طالبانو مورچې له چورلکو وویشتل شي.

" حکومت دې هوايي بمبارۍ زیاتې کړي".

هغه وايي حکومت دې د لارو د خلاصون لپاره خپلې ټولې هڅې توندې کړي ځکه د جګړې ټول زور ولس ګالي.

په همدې حال کې د پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګرمن شيرین اقا وايي د حصارک د عملیاتو لپاره یې کمانډو ځواکونه ورلېږلي او که اړتیا شي نو نوره قوه هم سیمې ته ورلېږي.

"د افغانستان د دښمنانو د لمنځه وړلو لپاره مو هلته کمانډو ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. هلته اوس هم عملیات دوام لري. د اړتیا پر بنا هره ورځ او د شپې له طرفه هوايي ځواکونه ګوزارونه کوي. هغه پلان چې مونږ لرو د ننګرهار خلکو ته زیری ورکوم چې حصارک ولسوالۍ به په نژدې راتلونکې کې له مخالفینو پاکه کړو".

په حصارک ولسوالۍ روانه جګړه له یوې اونۍ هم اوږده شوه،خو حکومت لا د ولسوالۍ پر ودانۍ روانه جګړه نه ده تنبولې.