شاته

ټاپي: زیری که امتحان

د انځور حقوق Getty Images

د جمعې پر ورځ له ترکمنستانه د افغانستا او پاکستان له لارې هند ته د طبیعي ګازو نل لیکې (ټاپي) پروژې د ترکمنستان برخه کار د ماري سیمې سرچشمه کې پای ته ورسېد او افغانستان کې د دغې پروژې چارې رسماً پیل شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هرات کې د افغانستان برخې چارو پیل مراسیمو ته وینا کې دغه پروژه د بیارغونې، هیلې او ډاډ پیغام وباله او له دغه ځایه دغې پروژې سره غوټه اندېښنو او ګټو اړوند بحث پیلیږي.

لومړی خو باید دا ذهن کې ولرو، چې پروني مراسم د ټاپي پروژې د افغانستان برخې کار پیل و، چې د پروژو ټولو ګډونوالو لپاره او په ځانګړې توګه د افغان لوري لپاره اصلاً د امتحان پیل دی.

افغانستان ته څه ګټه لري؟

یوه سملاسي ګټه دا ده، چې افغان حکومت به هر کال له دغې پروژې ۵۰۰ میلیونه د حق العبور په توګه تر لاسه کوي، چې دغه پېسې دا مهال د افغان حکومت د داخلي عوایدو یو څلورمه برخه دي. له ۱۰ تر ۱۲ زرو پورې افغانان به د پروژې بېلا بېلو برخو کې کاري فرصتونه ومومي. له هوکړې سره سم به افغانستان له دغې نل لیکې لومړیو ۱۰ کلونو کې ۵۰۰ میلیونه متر مکعبه ګاز اخلي، دویم پړاو کې به د لسو نورو کلونو لپاره دغه کچه یو میلیارد متر مکعب ته ورسېږي او دریم پړاو کې به دغه مقدار یو نیم میلیارد مکعبو ته ورسېږي، چې افغانستان کې به ورسره طبعاً د ګازو پر بیو مثبت اغېز وشي.

دغه راز به د ګازو لېږد فشار برابرولو لپاره ۱۲ پمپونه فعالیت کوي، چې پنځه به یې افغانستان کې وي. په دغه پروژه پورې نورې خورا مهمې پروژې غوټه دي، چې یوه یې له ترکمنستانه پاکستان ته له همدې لارې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږدی دی. پر دغې طرحه ۲۳۵ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د اسیا پرمختیايي بانک یې ور کوي او افغان چارواکي وايي، بشپړېدل به یې درې کاله وخت ونیسي.

په هرات کې د ټاپي او څو نورو پروژو چارې رسما پیل شوې

ټاپي؛ د طالبانو واکمنۍ مهال طرحه ۲۳ کاله وروسته پلې کېږي

افغانستان د ټاپي لپاره سیمه ییز اقتصادي دهلیز

هرات کې ټاپي پروژې پیلولو ته چمتووالی

د ریل پټلۍ یوه بله لویه پروژه ده، چې د دغې پروژې اړوند خورا مهمه اقتصادي پروژه ده. د اورګاډي پټلۍ دغه پروژه یوه لور ته له ترکمنباشي بندره د ازربایجان او جورجیا له لارو ترکیې ته رسېږي او له اروپا سره نښلي او بل لور ته د هرات او کندهار له لارو په بلوچستان کې د پاکستان له اروګاډي پټلۍ سیسټم سره نښلي.

هلته به د افغانستان شمال کې د بادغېس، فاریاب، کندوز او بلخ له لارو د تاجکستان تر پولې ورسېږي. بله مهمه پروژه د افغانستان نوري فایبر حلقوي مزي دي، چې د ټاپي نل لیکې پر پله به د افغانستان لوېدیځ کې وغځېږي. دغه ټول فعالیتونه لارې دي، راکړه ورکړه ده، اړیکي دي، تړاوو نه دي، چې رښتیا هم د خوندیتوب او سمې ګټې اخیستنې په صورت کې د افغانستان لپاره د ملا تېر حیثیت لرلای شي.

پر سیمه یې اغېز څه دی؟

ماهرین اټکل کوي، چې ۲۰۲۱ کاله پورې به پاکستان کې د طبیعي ګازو اړتیا د ترلاسه کېدو پرتله درې برابره او هند کې دوه برابره ډېره شي. همدا اوس چې پاکستان او هند دواړه د انرژۍ په برخه کې له سخت بحراني حالت سره مخامخ دي، د افغانستان له لارې د برېښنا لېږد به په ځانګړې توګه د سویلي اسیا د اقتصاد په خوځښت کې خورا مهم رول ولري. دغه راز به د ریل پټلۍ نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو تر منځ د اسانه او ارازنه سوداګرۍ زمینه برابره کړي.

د انځور حقوق AISA

ټاپي پروژه څه ده؟

ټاپي د څه باندې ۱۸ سوه کیلومتره اوږدې نل لیکې پروژې نوم دی، چې د ترکمنستان له ګالکینیش حوزې به هر کال ۳۳ میلیارده مکعب متره طبیعي کاز د افغانستان او پاکستان له لارې د هندي پنجاب سرحدي ښارګوټي فاضلکا ته لېږدوي. ګالکینیش چې په نړۍ کې د طبیعي ګازو له خورا لویو حوزو یوه ده، چې د اټکلونو له مخې د طبیعي ګازو ۱۶ ټریلیون متر مکعب زېرمې لري.

دغه نل لیکه چې اسیا پرمختیايي بانک یې مالي ملاتړ کوي د افغانستان له نژدې اته سوه کیلومتره خاورې تېرېږي. دغې پروژې طرحې ته ۱۹۹۰ کال کې پام واوښت او له اوږدو خبرو او هلو ځلو وروسته یې په اړه ۲۰۱۰ کال کې هوکړه وشوه. د هوکړې پر بنسټ به هند او پاکستان هر یو له نل لیکې د ترلاسه کېدونکي ګاز ۴۲ سلنه ونډه اخلي او پاتې ۱۶ سلنه برخه به افغانستان اخلي.

اندېښنې

د افغان حکومت مخالفو وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ټاپي پروژه د افغانستان لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي، چې اصلاً د دغې پروژې نوښت دوی کړی و. له ټاپي پروژې سره د امریکا، روسیې او چین په شمول کوم ځانګړي هېواد مخالفت نه دی کړی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکې ایراني چارواکي د هند، پاکستان او ایران تر منځ د ای پي ای پروژې له کبله، چې د ټاپي سیالې پروژې په نظر ورته کتل کېږي، د ټاپي پر پلي کېدو ډېر خوښ نه دي، هرات کې د ایران کونسلګرۍ د جمعې پر ورځ یوه اعلامیه کې د ټاپي پروژې او افغانستان د پرمختګ ملاتړ شوی دی، خو د دې ټولو خبرو تر څنګ همدا اوس د افغانستان په هغو سیمو کې چې دغه نل لیکه ترې تېرېږي امنیت ښه نه دی، بیلا بېلې وسله والې ډلې پکې فعالې دي او دغه راز د پاکستان بلوچستان الت کې چې دغه نل لیکه ترې اوړي، تېر کې ان د پاکستان پر خپلو ګاز نل لیکو وسله والو ډلو راکټي بریدونه کړي دي.

د انځور حقوق سرچینه بي بي سي ورلډ سروس

د سیمې هېوادونو تر منځ خپل منځي اړیکي، چې وخت ناوخته د لوړو ژورو ښکار کېږي او د ترکمنستان اقتصادي پالیسۍ هم هغه عنصرونه دي، چې راتلونکي کې یې پر دغې پروژې اغېز له پامه نه شي غورځول کېدای، البته که له دې ټولو اندېښنو سره سره هم له تمې سره سم تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ټاپي او اړوندو پروژو بریالی فعالیت پیل شي، نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې میلیونونو اوسېدونکو انسانانو بخت به ورسره وځلېږي او ټوله سیمه به له یوه سخت امتحانه بریالۍ ووځي او که نه د هغو ماهرینو اندېښنې به سمې وې، چې نویمو کلونو کې به یې ویل، ټاپي یوازې یو رنګین خوب دی او خیال دي، چې تعبیر یې ګران ښکاري.