پر نایل یا نیل سیند لفظي شخړې
پر نایل یا نیل سیند لفظي شخړې، د اوبو پر سر د لومړۍ جګړې ګواښ ډېر کړی دی. ایتوپیا د افریقا یو تر ټولو لوی بند جوړوي. ډېره انرژي به تولید کړي، چې د دغه هېواد او ګاونډیو لپاره به یې ډېر ګټور وي.
دا پروژه ایتوپیا ته ډېره مهمه ده خو مصر پرې غصه دی ځکه له دې وروسته مصر دا نشي ویلی چې کوم هېواد ته به څومره اوبه ځي.
د نیل سیند په اړه بي بي سي ځانګړي رپوټونه جوړ کړي دي. نن یې لومړنی هغه درته خپروو چې د دې نوي بند اغېز پکې څېړل کېږي.