واشنګټن: په ډزو د وژل شويو زده کوونکو کورنۍ لاریون کوي
د امریکا د فلوریډا په یوه ښوونځي کې په ډزو د وژل شويو د کورنیو ځوانو غړو د واشنګټن پر لور د ملي لاریون غوښتنه کړې چې په ترڅ کې به یې د وسلو د کنټرولولو په پار د سیاسي اقدام غوښتنه وکړي.
د دغه لاریون جوړوونکو چې ځوانان دي، امریکايي رسنیو ته ویلي، هوډ یې کړی چې د تېرې چارشنبې ورځې پېښه په امریکا کې د وسلو لرلو د قانون په اړه پر بحثونو واړوي.
د پرورۍ په ۱۴مه په فلوریډا ایالت کې د یوې لېسې زده کوونکي پر نورو زده کوونکو ډزې وکړې چې په سبب یې د لېسې ۱۷ زده کوونکي او کار کوونکي ووژل شول.
دا پېښه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د امریکا په ښوونځيو کې د رامنځته شوې مرګژوبلې تر ټولو خونړۍ هغه ده.
امریکايي ښوونځي کې په ډزو ۱۷ کسان وژل شوي
پر ښوونځي د پخواني زدکوونکي خونړی برید
شنبې ورځ د فلوریډا ایالت په جنوب پارکلېنډ ښار کې زده کوونکو اعتراضي ناسته وکړه او د متحده ایالتونو د قانون جوړوونکو او ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ضد یې (در باندې شرمېږو) شعارونه ور کول.
ښاغلي ټرمپ تېر کال وویل، کله به هم په امریکا کې د وسلې لرلو پر حق، کار ونه لري.
نوموړي چې یکشنبې ورځ په لومړي ځل د فلوریډا په ښوونځي کې د رامنځته شوې پېښې په اړه څرګندونې کولې، نو د پړې ګوته یې ډیموکراټانو ته ونیوله.
ښاغلي ټرمپ پخپلو خبرو کې وویل، د بارک اوباما د واکمنۍ په دوره کې چې کانګريس له ډیموکراټانو سره و، ولې یې په امریکا کې د وسلو لرلو یا ګرځولو په اړه قانون جوړ نه کړ.
نوموړي پخپلو خبرو کې د امریکا د پلټنو فدرال اداره (ایف، بي، ای) هم ملامته کړه.
ایف بي ای، ادارې مخکې ویلي وو، پر ښوونځي د برید کوونکي نیکولاس کروز د خطري کېدو په اړه ورته خبر ور کړل شوی و، خو دوی جدي نه و نیولی.