BBC
 شاته

افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لانجه

افغانستان کې د برېښنايي تذکرو پېژندپاڼو وېش لانجه داسې ښکاري په ژورېدو ده. اجرايه مشر ډاکټر عبد الله خبرداری ورکړی که دې ګام کې وړاندې تګ کېږي، په وينا به يې ناوړه پايلې ولري. ښاغلي عبد الله کابل کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ۲۹ کليزې په اړه غونډې ته وينا کې، وويل ملي پرېکړې سلا مشورو ته اړتيا لري. ده دا څرګندونې يوه ورځ وورسته له هغه کړې، چې يو شمېر جګپوړو چارواکو د افغان پېژندپاڼو برېښنايي سيتسم پيولو لپاره نومليکنه کړې ده. نجما ځلا پرې له کابله رپوټ لري.