شاته

د "پاکستان مرده باد" شعارونو، جنجالونه جوړ کړل

په پاکستان کې د متحده قومي خوځښت (ام کیو ام) اجراییه رئیس فاروق ستار چې پرون په کراچۍ کې د پاکستاني رینجرو لخوا نیول شوی و، نن په یو خبري کنفرانس کې خبرې وکړلې او ویې ویل چې د هغه گوند د رهبر الطاف حسین وروستۍ تبصرې، د متحده قومي خوځښت عمومي نظر نه څرگندوي.

ښاغلي ستار دا هم وویل چې له دې وروسته به د متحده قومي خوځښت یا ام کیو ام گوند یواځې دننه له پاکستانه اداره شي.

د متحده قومي خوځښت نورو مشرانو هم د فاروق ستار په څیر وویل چې د الطاف حسین وروستۍ څرگندونې غندي او خپل دریځ یې نه گڼي.

په کراچي ښار کې د متحده قومي خوځښت (ام کیو ام گوند) مشرانو زیاته کړه چې که د نوموړي گوند رهبر که کوم ذهني یا رواني فشار وي، نو لومړی دې دا ستونزه هواره شي.

فاروق ستار وویل چې دا پیغام یې هم په پاکستان کې دننه کسانو ته او هم بهر کې میشتو کسانو (الطاف حسین) ته متوجه دی.

الطاف حسین په لندن کې اوسیږي، خو پاکستان کې زیات پلویان لري

الطاف حسین په لندن کې اوسیږي، خو پاکستان کې زیات پلویان لري

الطاف حسین چې د متحده قومي خوځښت بنسټ ایښودونکی گڼل کیږي، له کلونو راهیسی په لندن کې د تبعید شپې ورځې تیروي او وخت ناوخت د ټلیفوني، ټلویزیوني، او انټرنیټی اړیکو له لارې خپلو پلویانو ته له لندن څخه پاکستان کې ویناوې کوي. د هغه ویناوې اکثرا" تندې او احساساتي بلل شوي او په وروستيو کې یې، د پاکستان مرده باد نارې هم اوچتې کړلې.

د گوند اجرائیه رئیس فاروق ستار نن اعلان وکړ چې د ام کیو ام له دریځه، چا ته د پاکستان پر خلاف د داسې شعارونو اجازه نه ورکوي.

الطاف حسین د خپلې جنجالي وینا په ترڅ کې، نه یواځې د پاکستان پرضد شعارونه ورکړل، بلکې د پاکستان د رینجر ملیشو او پوځ په اړه یې هم سخت الفاظ وکارول. د نوموړي له تقریر وروسته، یو شمیر پارېدلو خلکو د ای آ‏ر وای په نامه د یو ټلویزیوني شبکې پر ودانۍ یرغل وروړ.

الطاف حسین بیا د خپلې وینا په هکله پښیماني وښوده، او رینجر یا د کراچي ښار دولتي ملیشو د ایم کیو ام مشران ونیول خو وروسته یې خوشې کړل.

الطاف حسین په لندن کې وویل چې د ملگرو د ناقانونه و‏ژل کیدو، د کارگرانو د ستونزو او د لوږې د اعتصاب کوونکو غم، د هغه ذهن تر فشار لاندې راوستی و چې له امله یې داسې شدیدې خبرې کړې وې. د متحده قومي خوځښت تبعیدي مشر اعلان وکړ چې بیا به د پاکستان، د پاکستان د خلکو، د پاکستان د پوځ، د پاکستان د حکومت او آی اس آی پر ضد داسې خبرې ونه کړي.


ژباړه: فؤاد لامع