BBC
 شاته

د جرمونو نړيوالې محکمې ته د افغان خبريالانو ملاتړ ادارې شکايت

نی د انځور حقوق Tolonews
Image caption نی: له ۱۳۸۲ کال راهيسې، د افغان خبريالانو پر وړاندې د جنايتونو شمېر ۱۹۰ ته رسېدلی

د افغان خبريالانو د ملاتړ خپلواکې ادارې يا "نی" په دې هېواد کې د جنګي جرمونو پرضد د جنايتونو نړيوالې محکمې ته شکايت کړی.

د دغه بنسټ مشر مجيب خلوتګر خبريالانو ته وويل، له ۱۳۸۲ کال راهيسې، د دغو جنايتونو شمېر ۱۹۰ ته رسېدلی چې د خبريالانو د وژنو ۴۸ پېښې، د ټپي کېدو ۷۴ ، تښتولو ۱۵ او ګواښلو ۵۳ پېښې په کې راغلې دي.

نی د دغو جنايتونو اصلي عاملين طالبان، "اسلامي دولت" يا داعش نومې ډله او د حقاني شبکه ياده کړې ده.

وړاندې، د جرمونو نړيوالې محکمې افغانستان کې د بشرضد جنګي جنايتونو ثبت لپاره د جنورۍ تر پايه وخت ټاکلی و.

. افغانستان په ۲۰۰۳ کال د دغې محکمې غړی شو

دا محکمه تر يادې نېټې وړاندې افغانستان کې د شويو جرمونو د څېړلو واک نه لري.

د جرمونو نړيواله محکمه لويو بشرضد جرمونو په تړاو د پلټنې واک لري لکه:

•ټولوژنه

•بشرضد جنايتونه

•جنګي جرمونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جرمونو نړيواله محکمه لويو بشرضد جرمونو په تړاو د پلټنې واک لري

د دې لپاره چې لوی جرمونه د دغې محکمې د ارزونې او څېړنې وړ وگرځي تر ډېره څلورو عواملو ته پام کيږي چې په دې ډول دي:

•مقياس

•څرنګوالی

•د جرمي عملونو اغېز

پاکستان: غواړو طالبان او حقاني شبکه افغانستان ته ستانه شي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کومې رسنۍ سخت دریځي خپروي؟

دغې محکمې په وروستيو کې په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د اجازې غوښتنه کړې ده.