BBC
 شاته

د اووه کلنې زينب د وژنې په تور يو کس نيول شوى

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اووه کلنې زينب مړى په خځلو کې وموندل شو

د پاکستان پنجاب ايالت پوليسو وياند وايي يو تن يې د اووه کلنې زينب انصاري د وژنې او پر نوموړې د جنسې تيري په تور نيولى دى. چارواکي ټاکل شوې نن وروسته د پنجاب ايالت اعلى وزير په دې تړاو له رسنيو سره خبرې وکړي.

د پنجاب ايالتي حکومت وياند رسنيو سره په خبرو کې ويلي د زينب د وژنې په تور نيول شوى کس وړاندې هم د پوليسو له لوري نيول شوى و چې له اښتنو پوښتنو وروسته يې پرېښى و.

زينب انصاري د روانې مياشتې په لومړيو کې د پنجاب "قصور" ښار کې لادرکه شوه او څو ورځې وروسته يې مړى په خځلو کې وموندل شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د زينب د وژنې له امله د پاکستان پر لر او بر کې احتجاجونه وشول

د زينب د وژنې له امله د پاکستان پر لر او بر کې احتجاجونه وشول او د پاکستان سترې محکمې په خپله دغې قضيې ته کتنې ژمنه وکړه.

''ښځې باید د نارینه وو مخکې لوڅې پښې وګرځي''

ملاله: 'د زینب کیسې مې زړه مات کړ'

پاکستانۍ سندرغاړې کرېکټ کې د ښځو مساوي حقونه غواړي

هندۍ ښځې د واده کولو پر ځای د غوايي پالنه خوښه کړه

د پنجاب ايالتي حکومت وياند رسنيو سره په خبرو کې ويلي د زينب د وژنې په تور نيول شوى کس وړاندې هم د پوليسو له لوري نيول شوى و چې له اښتنو پوښتنو وروسته يې پرېښى و.