BBC
 شاته

کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل د بريد وروستي معلومات

کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل ډله ييز ځانمرګی بريد په پراخ ډول په کورنۍ او بهرنۍ کچه غندل شوی دی. دا بريد چې د شپې پر ۹ بجو پيل شوی و، د ورپسې ورځې د غرمې تر يوې بجې روان و. د شمېرو له مخې بريد کې ټولټال ۲۲ کسان وژل شوي، چې ۱۴ تنه یې بهرنيان وو. طالبانو ويلي بريد د دوی کار و، چې پر افغان مشرتابه سربېره، د ملګرو ملتونو سرمنشي، او د اوکرايين د بهرنيو چارو وزیر په کلکه غندلی، چې د وژل شويو ترمنځ یې د هېواد لږترلږه ۶ کسان وو.