BBC
 شاته

هند: ګاډو ته اور اچوونکی ډاکټر ونیول شو

د انځور حقوق MB GOWDA

د هند په سوېلي ایالت کرناټکا کې یو ډاکټر تېرو څو ورځو کې ۲۵ ګاډو ته د اور اچولو په تورن ونیول شو.

ځايي پولیسو د امنیتي کمرو له لارې داسې انځورونه تر لاسه کړي چې ښيي ډاکټر امیت ګیکواد ځانګړې خولۍ په سر ده او مختلفو ودانیو ته د ننوتلو پر مهال ښکاروي.

پولیسو بي بي سي ته ویلي، تراوسه روښانه نه ده چې تورن ډاکټر رواني ناروغ دی او که موټرو ته د اور اچولو شوق لري.

نوموړي ۱۳ داسې موټرو ته اور چولی چې څېښتنان یې ډاکټران دي، خو ویل کېږي چې له ډاکټر امیت ګیکواد له دوی سره څه اړیکه نه لري.

پولیس زیاتوي چې دا ۱۳ ډاکټران له ډاکټر ګیکواد څخه لرې او په مختلفو ولسوالیو کې کار کوي.

ډاکټر امیت ګیکواد د پتالوجۍ برخې مرستیال پوهاند دی.

یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې له مسلکي پلوه هغه( ډاکټر ګیکواد) ښه سړی دی، د ده د دفتر همکاران هم په دې کار سخت حیران شوي دي.

د جنورۍ پر ۱۷ یوه امنیتي ځواک ډاکټر ګیکواد ونیو.

د نوموړي د نیولو پر مهال پولیسو وویل، چې په هغه ورځ یې هم لسو موټرو ته اور اچولی و.

پولیس زیاتوي، پر ۳۷ کلن ګیکواد شک دی چې دوو ولسوالیو کې یې د جنورۍ پر ۱۴ او ۱۵ تر ۱۵ ګاډو ته اور اچولی دی.

د دوی په خبره، دغه ډاکټر موټرو ته د اور اچولو لپاره د کیفور په نوم کیمیاوي مواد د موټر د هوا وتلو برخې سره کارول چې اور د موټر د ننه برخې او تارونو ته ورسېږي.