د افغانستان او ایرلنډ لوبه کې ۴ منډې د ایرلنډ په ګټه تمامې شوې
د افغانستان نولس کلنو کرکټ لوبډله په نوي زیلنډ کې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه کې ایرلنډ سره مخ شو.
د افغانستان او ایرلنډ په سیالۍ کې لومړی توپ وهنه ایرلنډ وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته ۲۲۶ منډې هدف وټاکه.
* د کرېکټ یوه ورځ، تورونه او سل کیسې
* څلرویشتو ګړیو کې د پاکستان درې ماتې
افغان لوبډلې ۲۲۱ منډې جوړې کړې، خو د لوبغالي په سوځېدو سره یې ټاکلی هدف ترلاسه نه کړ او لوبه د ایرلنډ په ګټه تمامه شوه.
د لوبې وروستیو شیبو کې داسې ښکارېدل چې افغان لوبډله دا سیالي ګټي، ځکه څلور مڼډې او څلور توپونه پاتې و، خو د افغان لوبغاړي په سوځېدو سره سیالي ایرلنډ وګټله.
افغانستان د دې لوبې په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان او وروسته سریلانکا مات کړل.
افغانستان د پاکستان او سریلانکا په ماتولو سره د دې سیالیو دویم پړاو ته ووت، خو د ایرلنډ ماتولو سره یې امتیاز نور هم زیاتېدلی شول.
دا سيالي د کرکټ د نولس کلنو لوبډلو د نړیوال جام یوويشتمه لوبه ده.