BBC
 شاته

د فراه والي: له وسلوالو طالبانو سره نوې روسۍ وسله ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
فراه والي: طالبان غواړي پاکستان کې د خپلو شوراګانو یوه څانګه فراه کې ځای پر ځای کړي

د افغانستان په لوېدیځ کې د فراه والي وايي، په دغه ولایت کې د جګړې تر شا بهرني لاسونه دي.

د محمد عارف شاه جهان په خبره، وسلوال طالبان په نوې روسۍ وسله جګړه کوي.

"موږ چې له طالبانو کله وسله نیسو، له دوی سره نوې روسۍ وسله ده، په دې باوري یو چې له پولې سره ډېر نږدې دوی روزل کېږي".

* فراه کې پړانګ د ازادېدو پرمهال یو کس ټپی کړ

* فراه کې ترافیکي پېښې د ۱۵کسانو ژوند اخیستی

ښاغلي شاه جهان د بي بي سي خبریال اسدالله لودین ته وویل، افغان ځواکونو له وسلوالو طالبانو داسې د شپې دوربینونه نیولي، چې ښيي روسیه کې جوړ شوي دي:

"دا دوربینونه واټن معلومولی شي، په تیاره شپه کې خورا ښه نښه ویشتلی شي او داسې لېزر لري چې په شپه کې لیدلو ته لار اواروي".

د هغه په خبره، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو ډېره مرګ ژوبله هم د دغي وسلې له امله ده.

خو روسیه وسلوالو طالبانو ته د وسلو ور کړه ردوي.

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فراه ولایت یوه سیمه.

فراه کې د ولایتي شورا سرچینو هم په وروستیو ورځو کې ویلي، چې تيره یوه اونۍ کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله نږدې سلو کسانو ته رسېدلې ده.

دوی ويره ښودلې چې ممکن دا ولایت د وسلوالو طالبانو لاس ته ور شي.

خو د فراه والي وايي، وسلوال طالبان که خپل ټول زور هم دغه ولایت ته را ټول کړي، بیا هم دا ولایت نشي نیولي.

مګر مني چې فراه کې د وسلوالو طالبانو د بریدونو له امله د دغه ولایت خلکو ته ډېره مرګ ژوبله او تاوان رسېدلی او باید مخنیوی یې وشي.

* فراه کې د طالبانو برید کې اته پولیس سرتېري وژل شوي

* د فراه ولایت پرچمن ولسوال په خپله اداره کې 'محاصره دی'

محمد عارف شاه جهان زیاتوي، چې ښار کې هم د وسلوالو طالبانو ګواښ شته او ان کله کله په ښار کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي.

ښاغلی شاه جهان وايي، د فراه جګړه کې د وسلوالو طالبانو لارښوونه او ملاتړ له بهر کېږي، ځکه د امنیتي ځواکونو پرضد د دوی جګړه منظمه ده.

د نوموړي په خبره، له اوسني وضعیت د وتلو لپاره باید په دغه ولایت کې نویو لارو او پرېکړو ته مخه شي.

د ایران او پاکستان رول

د انځور حقوق Getty Images

د فراه والي د دغه ولایت په جګړه کې د پاکستان څارګره اداره هم ښکېله بولي او وايي، وسلوال طالبان غواړي د سیمو په نیولو سره ځینې مشران فره کې مېشت کړي.

ښاغلی شاه جهان دا نه وايي، چې په دغه جګړه کې ایران هم لاس لري، خو زیاتوي چې د فراه ولایت له پولو سره د وسلوالو طالبانو روزنځي شته.

فراه له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی.

له دې مخکې د فراه د والي ویاند ناصر مهمري ویلي و چې په دغه جګړه کې د ځینې وژل شویو طالبانو مړي ایران ته لېږدول شوي دي.

د تېر کال په سپټمبر کې د افغانستان د پوځ لوی درستیز بي بي سي ته وویل، داسې اسناد لري چې د افغانستان په لویدیځ کې ایران له طالبانو سره د پوځي امکاناتو مرسته کوي.