BBC
 شاته

امریکايي ډاکټر پر ۱۴۰ نجونو جنسي تېری کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption كايلي ستيفنز كانت في السادسة من العمر عندما بدأ نصار بالاعتداء عليها

د امریکا میشیګن ایالت لانسینګ ښار یوې محکمې انګړ د ډراماتیکي صحنې شاهد و، حاضرو خلکو د یوه ډاکټر له خوا د اولمپیک کمېټې د یوه مخکیني ډاکټر لورانس نصار له لوري خوا د قرباني شوې نجلۍ ګواهۍ ته ژړل.

کایلي سټیفنز چې کورنۍ یې له ډاکټر نصار سره نءدې اړیکي لرل، وویل ډاکټر له شپږ کلنۍ راهیسې پر هغې تېری کاوه. دې دغه ډاکټر "ککړ دروغجن" وباله.

ارجنټینی پلار چې شل کاله یې پر خپله لور جنسي تېری کاوه

د انځور حقوق AFP
Image caption پر لانس نصار تور دی چې پر څه باندې ۱۴۰ نجونو او ماشومانو یې جنسي تېری کړی

کایلي وویل، ډاکټر په چل ول څنګه وکړای شو چې د هغې کورنۍ ته قناعت ورکړي چې ګني لور یې دروغ د هغه څه په اړه دروغ وايي چې ګني نصار پرې جنسي تېری کړی:

"زما پلار ته یې قناعت ورکړ چې ګني زه دروغجنه یم، تا شپږ کاه له ما جنسي ګټه واخیسته، هېڅکله دې نه بښم. داسې مې انګېرله چې ګني بله نړۍ کې یم، اړه وم چې هرڅه هېر کړم".

د یوې قرباني شوې نجلۍ - چې ځانوژونه یې کړې وه، مور د محکمې انګړ کې وویل، لور یې د نصار له خوا د جنسي تېري هغه ستونزې ګاللې چې په خبرو نه شي ویل کېدای:

"په ۲۰۰۹ کال زما لور ځانوژنه وکړه؛ ځکه هغه څه یې نه شوای زغملی چې پرې تېر شوي وو، یواز ۲۳ کلنه وه."

مردان کې څلور کلنه نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سايمون بايلز هم د نصار د جنسي تېري یوه قربانۍ او د ۲۰۱۶ کال ریو اولمپیک سیالیو کې د سرو زرو څلور مډال ګټونکې ده

نصار په تېره نومبر میاشت کې پخپل کور کې پر نجونو د جنسي تېري تورونه ومنل. هغه دا هم ومنله چې د میشیګن پوهنتون کې یې خپل دفتر کې او جمناستیک لوبډلې په لوبځي کې جنسي تېری کړی.

پر نصار تور دی چې پر ۱۴۰ نجونو او ماشومانو یې - چې بېلابېل عمرونه لري - د امریکا د جمناستیک لوبډلې د یوه ډاکټر په توګه اولمپیک لوبو کې پر ګډون کوونکو نجونو جنسي تېری کړی.

د ماشومانو پورنوګرافي انځورونه

که نصار د محکمې له خوا مجرم ثابت شي، د ۶۰ کلونو بند له سزا سره مخامخېدای شي. پر نصار تور دی چې پر ماشومانو د جنسي تېري عکسونه یې ساتلي.

په ۲۰۱۶ کال، څېړونکو پر ماشومانو د جنسي تېري ۳۷ زره انځورونه د نصار په کمپیوټر کې وموندل، چې ان د شپږو کلنو ماشومانو انځورونه هم پکې وو.

هند کې د جنسي تېريګرو د اعدام غوښتنه

نصار مني چې د ماشومانو د جنسي تېري پرمهال اخیستل شوي انځورونه یې له ځان سره ساتلي.

د جمناستیک اتله

په قرباني شویو کې د اولمپیک لوبو یوه اتله سایمون بایلز هم د، چې په ۲۰ کلنۍ کې یې د ۲۰۱۶ کال ریو اولمپیک سیالیو پرمهال څلور د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډال ګټلی.

بایلز وویل: "هرځل چې له نصار سره تېر ترخه یادونه را په زړه شي، زړه مې مات شي".

د انځور حقوق AFP
Image caption جيسيكا توماچو وویل، نصار په نهه کلنۍ کې تر څوارلس کلنۍ پورې جنسي تېری پرې وکړ

لورانس نصار د ۱۹۸۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ موده کې ۳۵ کاله د امریکا اولمپیک لوبو پروګرام کې کار کړی، چې په ۲۰۱۵ کال د لوبو ملي پلاوي له دغه ځایه وشاړه.

تر ۱۳۰ ډېرو ښځو پر ده تور لګولی چې ګني پر دوی یې جنسي تېری کړی.

د نصار دا رسوايي په ۲۰۱۶ کال د اولمپیک کمېټې د مشر سټیف بیني د استعفا لامل شو.

څو میاشتې وړاندې هم نصار ومنله چې پر اوو ښځو او یوې نجلۍ یې جنسي تېری کړی، چې ښايي له کبله یې د ۲۵ کلونو سزا ورکړل شي.

قاضۍ له تورن وغوښتل چې ۳۵ کلونو کې یې طبي ازموینې د شخصي موخې لپاره وو او که د طبي ازموینې لپاره؟ د هغه ځواب مثبت و.