BBC
 شاته

غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ غږېدلي

مایک پینس او اشرف غني د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي پینس، پخپلو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې پالیسې پر اغېزو هم غږېدلی دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې.

له سپینې ماڼۍ د جنورۍ په ۱۶مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا ټیلیفوني خبرې د هغو خبرو دوام دی چې تېره میاشت د امریکا مرستیال ولسمشر په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرايیه ريیس عبدالله عبدالله سره درلودې.

د سرچینې په خبره، دواړو لورو د بلخ ولایت د سیاسي مشرتابه په اړه هم خبرې کړې کړې دي:

"مایک پنس په ټینګار له افغان حکومت څخه ملاتړ کړی چې د بلخ له والي عطا سره کار وکړي چې دغلته د خبرو له لارې په سوله ییزه توګه د مشرتابه انتقال ترسره شي."

دا د ولسمشر اشرف غني او د بلخ د ليرې کړای شوي والي عطا محمد نور ترمنځ تر راپورته شوي کړکېچ وروسته لومړی ځل دی چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی په دې مسله کې له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

د بلخ نوی والي مزار شریف ته ورسېد

ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل

نور وايي، حکومت بلخ ته وسله وال لېږي

د امریکا مرستیال ولسمشر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له اشرف غني سره مې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا پر نوې پالیسۍ خبرې وکړي.

له ترهګرۍ سره د امریکايي او افغان ځواکونو د ګډې مبارزې پر دوام او همدارنګه د بلخ له والي سره په تعامل کې له افغان حکومت څخه په ملاتړ د رهبرۍ پر سوله ییز لېږد ټینګار وشو.

د سپینې ماڼۍ په خبرپانه کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي پینس، له افغان لوري سره په افغانستان کې د اړینو سمونونو، راتلونکو ټاکنو ته پر چمتووالي، سیاسي ګډون او نورو مهمو پرمختګونو د کابل له هڅو یادونه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي پینس او اشرف غني د ټیلیفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پر ټوېټر پاڼه لیکلي، زه د امریکا د مرستیال ولسمشر د وروستیو ملاحظاتو، له فساد سره د مبارزې په اړه د هغه د نظریاتو، د سمونونو د پلي کولو، د امنیت خوندي کولو، رڼو ټاکنو، د واک د نامتمرکز کولو او له سوله ییزې لارې د بلخ د مسلې د هواري هر کلی کوي.

نوموړي زیاته کړې، موږ په جمعیت ګوند کې همدې ته ژمن یو.

ښاغلي پینس، پخپلو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې پالیسې پر اغېزو هم غږېدلی دی.